IQNA

 د سپکاوی کونکو هیوادونو ډيپلوماټيک او اقتصادی بایکاټ اړین دی

6:37 - July 09, 2023
د خبر لمبر: 3487597
ایکنا-(ترکیه)  مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د ترکیې په استانبول کې د قرآن کریم  د سپکاویو په محکومیت جنین ښار له فلسطینیانو سره د پیوستون د اعلان په مناسبت یو لړ دستورې جوړې کړې او ددینی مقدساتو د سپکاوي کونکو هیوادونو سره ئې د ډيپلوماټيکو اړیکو دغوڅولو او د اقتصادی بایکاټ په ضرورت  ټينګار وکړ.

ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړ،د مسلمانانود عالمانو نړیوالې اتحادئې  په سویډ کې د قرآن پاک دنسخې په سوځولو  باندې په اعتراض کې او دغه راز په لویدیځي غاړې کې په جنین کیمپ کې  فلسطینیانو په ملاتړ کې د جمعې په ورځې په استانبول کې د پيوستون دستورې جوړې کړې. په دغو دستورو کې چې په الفاتح جومات کې ترسره شوې ، ددغې اتحادئې مشرپخپلې وینا کې ووئيل، دغې اتحادئې فیصله کړې چې د رَټَلو او محکومت  له دایرې د عملی  ګامونو په لور حرکت وکړو.

 هغه پخپلې وینا کې داسلامی ملګرتیا موسیس او اسلامی حکومتونو ته په خطاب کې له دوي وغوښتل څو د سویډ له حکومت او هر هغه حکومت سره  چې  د مسلمانانو د سپيڅلتیا ؤ بې حرمتي وکړي، ډيپلوماټيکې اړیکې غوڅې کړي  او د خپلو مقدساتو د ساتلو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

قره داغي پخپلې دغې وینا کې ووئيل، د سویډ اقتصادي بایکاټ اړین دی ځکه دغه ګام  به د ولس پراخ غبرګون په ځان  پسې ولري. هغه همداراز اسلامی غورځنګونو ، پارلیمانونو استازو او سیاستوالانو ته په خطاب کې  له دوي وغوښتل څو له قانوني لارې دې د دینونو په تیره بیا د اسلام دپاک دین دسپکاویو دجرم بللو لپاره موضوع  عدالتونو ته ورسوي.

قرده داغي همداراز په سویډ،اروپا او نورو هیوادونو کې مسلمان لږکي ته هم په خطاب کې ووئيل، د سوله ایزو مظاهرو  دترسره کولو لپاره او دغه راز د اروپا ئي اتحادئې پشمول د موجودو محکمو  او قوانینو څخه  داستفادې لپاره خپلې دندې ترسره کړي  او  دهغه څه په وړاندې چې تپل کیږي، چوپه خوله کيې نه ني او تسلیم نشي.

همداراز ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو ته د دغو دستورو پیغام دا چې ، دې ته په پام سره چې  ملګري ملتونه د نړیوالې سولې ا و عدالت د ساتلو لپاره جوړ شوي دي  او هیڅکله هم مسلمانانو د دوي دمقدساتو سپکاوي نه دي کړي او د مسلمانانو لپاره د دوی دمقدساتو له سپکاوي لا سخت او مشکل به هیڅ شی نشته ،ملګري ملتونه او د بشری حقوقو  ادارې پابنده دي څو دغه موضوع پخپلو پروګرامونو کې راولي او د دینونو د سپکاویو کول جرم وګڼي او ددغه جرم لپاره قانوني لارې چارې ولټوي.

د اسلام د ګران پیغمبر(ص) څخه د ملاتړ نړیوال تنظیم عمومی منشي محمد الصغیر هم پخپل وار ووئيل، اسلامی امت باید هوښیار ووسي،ځکه تر ټولو مقدس اسلام بې حرمتي شوې ده .د اسلامی نړۍ له واکوالانو او امته غواړو څو  ددغه جنایت په اندازه دې  مناسبت دریځ غوره کړي که واکوالان  مناسب دریځونه غوره نه کړي، نو امت او ولسونه باید د بایکاټ له وسلې استفادې ته مخه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4153392

captcha